IQNA

په ټل  پاره چنار ستره لاره ترهګرو بیا د یوې میرمنې پشمول د څو کسانو وینه وبهوله

16:39 - November 05, 2024
د خبر لمبر: 3490115
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی نن ماسپښین بیا دپاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  په کوزې کرمې کښې د اوچت په ډاډ قمر سیمې کښې په مسافر وړونکي ګاډي د وسله والو ترهګرو په برید کښې تراوسه دوه کسان وژل شوي او یوه میرمن  هم سخته ټي شوې ده .

د ویلو ده چې د  پاکستان د کې پي کې د کرمې ضلعې په  صدې ، بګن او نورو اهل سنت سیمو کښې ترهګرو له تیرو څو میاشتو راهسې د کرمې ضلعې د مرکز پاره چنار او شاو خوا  سیمو د طوري او د بنګش قبیلو په غړیو باندې ترهګرو حملو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.

په دې سربیره ترهګرو  له پیښوره پاره چنار ته تلونکي ستره لاره له تیرو له څو اونیو  راهسې تړلي  او هلته د خوراکي شیانو، درملو او د نورو ضروري شیانو لکه پیټرولو، ډیزلو زیات قلت رامینځته شوی او خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي.

دغه راز ډیر ناروغه ماشومان د درملو د نه لرلو په وجه مړه شوي هم دي.

بل خبر دا چې د کوزې کورمې  په علیزئ سیمې کښې په عرفاني کلي کښې  هم  له وسلو سره یو ځآي څلور ټروریسټان چې د حملې نیت یې درلود نیولي دي.

دغه راز ویل کیږي چې په نستي کوټ سیمې کې هم  د مقبل قوم درې ټروریسټان  سره د وسلو نیول شوي دي.

د پاکستان د کرمې ضلعې خلک له پوځ او حکومتي ملیشایی ځواکونو سخت خپه دي ځکه چې دوې د ترهګرو پرضد هیڅ ډول اقدام نه کوي بلکې یوازې تماشه کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i153928

captcha